ورزش

د افغانستان د فوټبال ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن له ترکمنستان سره ډګر ته وځي

انځور- له ۲۰ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان د ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان پر وړاندې ترسره کوي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، دغه لوبه نن سه شنبه د ثور په ۲۲مه، د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پیلېږي.

ټاکل شوې چې افغان ځوانان د دغو سیالیو په ترڅ کې د روانې اوونۍ د چهارشنبې او جمعې په ورځو کې له ازبکستان او تاجکستان سره هم لوبې وکړي.

د یادولو وړ ده چې د مرکزي اسیا د اتلولۍ دغه سیالۍ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، د روانې میاشتې له ۲۰مې نېټې پیل شوي او د ثور تر ۳۰مې پورې به دوام وکړي.