افغانستان

د ښاروالۍ له خوا د کورونو له تخریب څخه د پلخمري د نساجۍ شرکت د کارکوونکو شکایت

د بغلان ولایت د نساجي یو شمېر کارکوونکي له آمو ټلویزیون سره په خبرواترو کې وایي، چې له مخکینۍ خبرتیا پرته یې، د پلخمري ښار په «ششصد کوټي» سیمه کې کورونه چې د نساجي شرکت اړوند دي، د طالبانو له خوا ویجاړ شوي دي.

دغه کارکوونکي وایي چې له څو لسیزو راهیسې په دې کورونو کې ژوند کوي او اوس د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ دي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې د طالبانو له وېرې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې له دوو میاشتو راهیسې طالبانو د هغوی د کورونو ویجاوړول پیل کړی او تر اوسه نږدې ۶۰ کورونه ویجاړ شوي دي. نوموړی وايي چې «دو میاشتې کېږي ښار یې په سوریې بدل کړی.»

هغه زیاتوي: «څو کاله کېږي چې په دې کور کې ژوند کوم، په دغه موده کې هېڅ کومت موږ له خپل کوره ونه‌ایستلو؛ خو اوس طالبانو زموږ کورونه ویجاړ کړي دي او اړ شوم چې کډه وکړم، اوس په یوه زاړه کور کې ژوند کوم.»

د ششصد کوټي سیمې اوسېدونکی نوراغا وایي، چې پلار یې د پلخمري د نساجي شرکت کارکوونکی و، او ۴۷ کاله یې په دغه کور کې ژوند کړی دی؛ خو اوس یې کور د طالبانو له خوا ویجاړ شوی دی.

نوموړی په دوام کې وویل: «څو تنه مشران د طالبانو والي ته ورغلل ترڅو تر پسرلي پورې موږ ته وخت راکړل شي؛ خو والي ویلي چې دا د رییس‌الوزرا امر دی او باید تطبیق شي.»

فرزانه چې پلار یې د نساجي کارکوونکی دی وایي، په ششصد کوټي سیمه کې یې کور د طالبانو د ښاروالۍ له خوا تخریب شوی دی.

هغه زیاتوي: «سرپناه نه لرو او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې یو، پلار مې شپږ زره افغانۍ معاش اخلي، نه پوهېږو په دې پیسو د کورنۍ اړتیاوې پوره کړو که د کور کرایه ترې ورکړو.»

د دغې سیمې اوسېدونکی محمد وایي، چې کور یې پنځه خونې لرلې چې څلور خونې یې ښاروالۍ د شنې ساحې په نوم تخریب کړې او اوس بې‌سرپناه پاتې دی.

محمد وویل: «زما په ګډون د سیمې زیات اوسېدونکی کډې کولو ته اړ شوو، اوس له خپلې کورنۍ سره د ناچارۍ له امله په زړو کورونو کې ژوند کوو. حیران پاتې یم چې په شپږ زره افغانۍ معاش، د کور کرایه ورکړم که د کورنۍ لګښتونه برابر کړم.»

وموغوښتل چې د دغه راپور په اړه د طالبانو لیدلور ولرو؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ځواب ویلو ته حاضر نه شو.

د پلخمري نساجي شرکت په ۱۳۲۱ هجري-لمریز کال کال او د محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې د ۱۱۳۰ استوګنیزو کورونو په لرلو سره د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې جوړ شو، چې په هغه موده کې یې ۷۰۰۰ کارکوونکی لرل.

له هغې وروسته د دغه شرکت فعالیت کم شو چې په تېرو کلونو کې دغه شرکت ۳۰۰۰ کارګر او ۱۰۸۰ فعال ماشینونه لرل چې په ۲۴ ساعتونو کې یې تر سل زره زیاته تکه تولیدوله.

په ۱۳۹۲ کال کې رسنیو راپور ورکړی و، چې ولسمشر حامد کرزي په یوه فرمان کې ویلي و، چې د نساجي هغو کارکوونکو ته چې تر دوولسو کلونو یې زیات کار کړی وي، کورونه دې ورکړل شي.