د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د وړاندیز په اړه د ایران ځواب «بيخي د نه منلو وړ» بللی او رد کړی یې دی.
د ټرمپ دغه چټک غبرګون په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو ځل بیا پورته کړې او دا اندېښنې یې زیاتې کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له لس اوونیو پیل شوې جګړه به لا پسې وغځېږي.
ایران د یکشنبې په ورځ په خپل ځواب کې په ټولو جبهو کې د جګړې پر پای ته رسولو، په ځانګړې توګه په لبنان کې د حزبالله او اسراییل ترمنځ د جګړې پر درېدو ټینګار کړی و.
تهران همدا راز د جګړې د تاوان غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي د کنټرول حق لري.
د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس «تسنیم» په وینا، ایران له امریکا غوښتي چې سمندري کلابندي پای ته ورسوي، بندیزونه لیرې کړي او د تېلو پر خرڅلاو لګېدلی بندیز ختم کړي.
خو ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه (Truth Social) پاڼه کې ولیکل: «زه دا نه خوښوم، دا بیخي د نه منلو وړ ده.»
د خبرو اترو دغه بندون د دې لامل شو چې د تېلو بیې په یوه بیرل کې تر ۴ ډالرو زیاتې لوړې شي، ځکه د نړۍ د انرژۍ مهمه لاره، هرمز تنګی لا هم د کښتیو پر مخ تړل شوی دی.
ټرمپ په پام کې لري چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړي او له ولسمشر شي جین پینګ سره د ایران پر موضوع او د انرژۍ پر نړیوال کړکېچ خبرې وکړي.
