د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په دوام، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر وایي چې له طالبانو د اسلام‌آباد یوازنۍ غوښتنه، په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو له منځه وړل دي.

د پاکستان دغه لوړپوړی پوځي چارواکی ادعا کوي، چې په افغانستان کې د هند په ملاتړ ترهګرې ډلې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ دي او خبرداری یې ورکړی، چې جګړه به د وروستي ترهګر تر نابودۍ پورې دوام وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون تل رد کړی دی.