د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۱۷ – د ۸ بجو خبرونه

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د دوام هم‌مهاله، یو شمېر هغه افغانان چې په جبري توګه افغانستان ته شړل شوې دي، وایي چې پاکستاني پولیس په لارو او دروازو کې له افغانانو باج اخلي.

د دغو سرچینو په خبره، پاکستاني پولیس له یوه کډواله حتا څو ځلې په زور پیسې اخلي.

له بلې خوا، په پاکستان کې مېشت یو شمېر نور افغان کډوال وایي، چې پر دوی فشارونه زیات شوي او یو شمېر دې ته اړ شوي، څو خپل کورونه په خپلو لاسونو ونړوي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.