افغانستان

اوچا: تېر کال وچکالۍ د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې ۳.۴ میلیونه کسان ځپلي دي

انځور له ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وایي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې وچکالۍ د افغانستان په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳.۴ میلیونه کسان اغېزمن کړي دي.

د دغه بنسټ په وینا، تېر کال وچکالۍ نه یوازې خلک ځپلي، بلکې کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او د دغو ولایتونو د اوسېدونکو معیشت او اقتصاد ته یې هم سخت زیانونه اړولي دي.

اوچا په ورته وخت کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ، د دغه سازمان شریکان دا مهال د خوراکي توکو په وېش بوخت دي؛ خو ټینګار کوي چې لا هم نورو بیړنیو مرستو ته جدي اړتیا شته.

دغه بنسټ تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د دوامداره ستونزو او کړکېچونو له امله په افغانستان کې بشري ناورین په شدت سره مخ په ډېرېدو دی او د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر او بیړنیو بشري اړتیاوو کې بې‌سارې زیاتوالی راغلی دی.

له بلې خوا، د خوړو نړیوال پروګرام د روان لمریز کال د وري میاشتې په راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوې دي.

د دغه راپور له مخې، چې د اپرېل میاشتې دویمه اونۍ رانغاړي، د وریژو په څېر د لومړنیو توکو بیې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۲۴ څخه تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوې دي.

همدارنګه د غنمو بیه نږدې ۲۰ سلنه، د غوړیو ۱۰ سلنه او د بورې بیه شاوخوا ۱۹ سلنه لوړه شوې، چې دې چارې د عامو خلکو د پېرلو ځواک نور هم کم کړی دی.