د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د «قابلو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې له قابلو څخه ملاتړ د میندو او د هغوی د نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره تر ټولو غوره او اغېزمنه لاره ده.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول ملاتړ کولی شي له زېږون وړاندې طبي پاملرنې، خوندي زېږون او له زېږون وروسته روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پراخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد صندوق د تېر لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د نړیوالو بودیجو د سخت کمښت له امله د میندو روغتیا او حیاتي روغتیايي خدماتو ته د میلیونونو افغانانو لاسرسی له جدي خطر سره مخ شوی دی.
دغه بنسټ ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۶.۳ میلیونه کسان، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، نور به اړینو روغتیايي پاملرنو ته لاسرسی ونلري.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه د بودیجې د نشتوالي له امله د فعالیت درولو ته اړ شوي دي.
بلخوا، سيایناین (CNN) تېر کال په یو راپور کې ویلي وو چې د امریکا د بشري مرستو سخت کمښت، په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې او درملنه یې له ستونزو سره مخ کړې ده.
په دغه راپور کې د ننګرهار د یو سیمه ییز روغتون عیني وضعیت انځور شوی و؛ هلته چې ماتم ځپلې میندې، ستړي ډاکټران او له ناروغانو ډکې خونې د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته د یو انساني ناورین کیسه کوي.
د قابلو نړیواله ورځ د روغتیا نړیوال سازمان او د قابلو نړیوال کنفدراسیون لخوا د هغو کارکوونکو د ارزښتمن رول د نمانځلو لپاره جوړیږ، چې د میندو او ماشومانو په روغتیا، د مړینې کچې په کمولو او ټولنیز پوهاوي کې بنسټیزه ونډه لري.
