په داسې حال کې چې په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو استخراج زیات شوی، ځايي سرچینې آمو ته وایي چې د دې فعالیتونو لویه برخه په غیرقانوني او له څارنې پرته ترسره کېږي.
د سرچینو په وینا، په شپږو ولسوالیو کې افراد او ډلې د پرمختللو ماشینونو په کارولو سره د سرو زرو په استخراج بوخت دي؛ هغه بهیر چې د هېواد د طبیعي سرچینو د لوټنې په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
تازه، د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د یوه سرو زرو کان د نړېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
