د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان(او آی سي) ځانګړي استازي طارق علي بخیت ویلي، چې افغانستان دا مهال په یو حساس او کړکېچن پړاو کې دی او د بشري دردونو د کمولو او اقتصادي ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې فوري او همغږو اقداماتو ته اړتیا لري.
نوموړي دا څرګندونې په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په ناسته کې وکړې، چې د اپریل له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې پورې روانه وه.
بخیت په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت باید د نړیوالو له پامه ونه غورځول شي او دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي وویل، چې د بشري بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره د خوراکي خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو په برخه کې د مرستو دوام حیاتي دی.
هغه همداراز غوښتنه وکړه چې پر بانکي چینلونو لګول شوي محدودیتونه باید په همغږه توګه کم شي، ترڅو د مرستو رسولو او اقتصادي فعالیتونو لړۍ اسانه شي.
طارق علي بخیت د افغان کورنیو د ملاتړ لپاره د بديل معیشت د رامنځته کولو اهمیت ته هم اشاره وکړه او د اسلامي پراختیایي بانک، د اسلامي خوراکي خوندیتوب سازمان او د ملک سلمان خیریه مرکز رول یې په افغانستان کې د لومړنیو بیارغونې پروګرامونو په پلي کولو کې خورا مهم وباله.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل چې دغه سازمان له نړیوالو لورو سره د رغنده خبرو اترو او نږدې همکارۍ دوام ته ژمن دی، ترڅو په افغانستان کې ثبات پیاوړی او د پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.
