د آمو پښتو خبرونه

۱۴۰۵ د وری غویی ۱۰ – د ۸ بجو خبرونه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان، په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه، د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای خپل کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو فشارونه، جنسیتي محدودیتونه او امنیتي وضعیت، د رسنیو آزادي تر ناورینې کچې روسلې او معلوماتو ته د لاسرسي حق یې سخت محدود کړی دی.

راپور کاږي، چې د افغانستان ۴۳ سلنه رسنیو خپل فعالیتونه درولې دي او ډېری خبریالان بېکاره دي او همداراز د روڼتیا او حساب ورکونې کچه ډېره کمزورې شوې ده.