د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۸ – د ۸ بجو خبرونه

کابل کې پر «امېد مرکز» د پاکستان له برید، څلوېښت ورځې وروسته لا هم د هغې شپې غږ د قربانیانو په کورونو کې ژوندی دی.

د دردناکو روایتونو ترمنځ یوه د حامد کیسه ده؛ هغه سړی چې د کورنۍ په وینا یې له میاشتو درملنې وروسته کور ته راستون شوی و، خو بیا د طالبانو له لوري ونیول شو او همدې روغتون ته ولېږدول شو، هغه ځای چې یوازې یوه شپه وروسته یې په یوه چاودنه کې ژوند پای ته ورسېد.

بل لور ته، د فیاض کورنۍ وایي چې زوی یې په دې برید کې په بشپړ ډول ورک شوی دی.