افغانستان

افغانان: طالبان په ادارو کې د جمهوریت د وخت کارکوونکي ځوروي

پروان ولایت کې د طالبانو یو غړی د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي میاشت

د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو له راتګ وروسته په دولتي ادارو کې د جمهوریت د وخت کارکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لغمان اوسېدونکی سید علي له آمو سره په خبرو کې وویل، چې په دولتي ادارو کې طالبان په یوه او بله پلمه د جمهوریت د وخت کارکوونکي ځوروي او زنداني کوي یې.

نوموړی وایي: «زما ډېر ملګري اوس هم په دولتي ادارو کې کار کوي له بده مرغه ناسم چلند ورسره کېږي، کله ورته یو او کله بل بد نوم اخیستل کېږي، ملګري مې وایي چې وخت ناوخت راته وایي ته مرتد يې، دا بد حالت دی او طالبان باید نور له دې ډول چلنده لاس واخلي او د یووالي او خلکو د خپلولو لپاره هڅې وکړي.»

د ننګرهار اوسېدونکی همت الله افغان هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وایي، نوموړی خپله د دې شاهد دی، چې طالبان د تېر حکومت کارکوونکي نشي زغملی او ډېری يې د دندو پرېښودو ته اړ کړي دي.

افغان زیاتوي: «اوس خو ټول افغانان یو، هېواد یوازې د طالبانو نه دی ټول ولس پکې حق لري باید دوی له خلکو سره له توپیري چلنده لاس واخلي ځکه دا هېواد جوړولو ته اړتیا لري، طالبان باید خلکو ته له پېغور ورکولو او ناوړه خبرو کولو ډډه وکړي.»

دا په داسې حال کې دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ننګرهار د برېښنا ریاست د مطبوعاتو د مسوول ظاهر عمار د لادرکۍ خبرونه خپرېږي.

سرچینې وایي، چې نوموړی د فېسبوکي پوسټ له امله طالبانو بندي کړی دی.

د عمار ملګرو آمو ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې ظاهر عمار د جمهوریت په وروستیو کې د برېښنا ریاست رسنیز مسؤول وټاکل شو، چې تراوس یې دغې دندې ته دوام ورکړی و.

دوی وایي، طالبان باید له خلکو سره له نرمښته کار واخلي او باید ځوانان او د تېر حکومت کارکوونکي و نه ځوروي.

د عمار د کورنۍ غړو هم له آمو سره په خبرو کې یوازې د هغه د لادرکۍ خبره تایید کړه، خو دا یې نه دي ویلې، چې هغه اوس چېرته او په څه حالت کې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د عمار نیول کېدل له غبرګونونو سره مخ شوي او د ټولنیزو شبکو فعالانو یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د نظر خاوند حسرت عبدالله بیا وایي که له یوې خوا د تماس کمېسیون فعالیت کوي او له بلې خوا د تېر حکومت کارکوونکي زنداني کېږي، ښایي د تماس پر کمېسیون د خلکو باور پای ته ورسېږي.

هغه له طالبانو د ظاهر عمار د خوشي کولو غوښتنه کوي، ځکه د نوموړي په خبره هغه په دې وروستیو کې له سختې بې وزلۍ کړېده او له ګڼو ستونزو سره مخ و.

عمار د معلوماتو د ورکړې لپاره په ټولنیزو رسنیو کې یو وټساپ ګروپ هم جوړ کړی و، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د هغه له لوري په کې معلومات نه ورکول کېږي.

امنیتي ادارې که څه هم د هغه د خوشې کېدو او ځای  په تړاو څه نه وایي، خو زیاتوي، چې نوموړي د طالبانو ضد تبلیغات کول او له همدې امله نیول شوی دی.

دوی خبرداری ورکوي، که هرڅوک د طالبانو ادارې پر ضد منفي تبلیغات وکړي وبه نیول شي.