افغانستان

د امنیتي کمرو د لګولو لپاره د طالبانو له نوي فرمان څخه د خلکو ناخوښي

یو شمېر کابل ښاریان پر خپلو کورونو د امنیتي کمرو پر لګولو نیوکه کوي او وایي چې دا کار پر خلکو د طالبانو څارنه او د وګړیتوب له حقونو سرغړونه ده. خو طالبان د دغه بهیر لامل د خلکو د امنیت ټینګښت ګڼي.

د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرواترو کې ویلي، چې په وروستیو څو اونیو کې یې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې تر ۲ زرو زیاتې امنیتي کمرې لګولې دي او هڅه کوي چې دغه کمرې په ټول ښار کې ولګوي، چې د خلکو غبرګونونه یې پارولي دي.

د طالبانو له خوا له خصوصي حریم څخه سرغړونه

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکی خان محمد، چې د طالبانو له دغه اقدام څخه ناخوښ برېښي زیاتوي: «وروسته له دې به خلک ان په خپلو کورونو کې ارامتیا ونه لري او د طالبانو دغه اقدام د دوی د وېرې لامل شوی دی.»

محمد زیاتوي: «په داسې حال کې چې طالبان په ښار کې د امنیت خبر ورکوي، نو د کمرو لګول د څه لپاره دي؟»

د امنیتي کمرو لګول پر کورنیو د مالي فشار زیاتوالی

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وایي چې له سهاره تر ماښامه کار کوي ترڅو خپلو اولادونو ته د څو وچو ډوډیو پیسې برابرې کړي او د اضافي لګښتونو وس نه لري.

هغه په دوام کې وویل: «طالبانو زموږ په ښارګوټي کې پر کورونو په جبري توګه کمرې ولګولې. د بلاک وکیل ۵۰۰ افغانۍ راڅخه واخیستې. په داسې حال کې چې د پولیسو ویاند څرګنده کړه چې دغه کمرې په خپله خوښه دي.»

په همدې حال کې حقوقي کارپوهان وایي چې د خلکو خصوصي حریم د شرعي قانون او احکامو له مخې خوندي دی.

حقوق‌پوه سبحان مصباح باوري دي: «پرته له دې چې خپله کس اجازه ورکړي او یا د صلاحیت لرونکې محکمې حکم ولري هېڅوک او ان دولت نه شي کولای د خلکو په شخصي چارو کې لاسوهنه وکړي.»

هغه په دوام کې وویل: «د امنیتي کمرو لګول چې د خلکو پر خصوصي حریم اغېز وکړي او وګړي یې له شتون سره د امنیت احساس ونه کړي له قانون څخه سرغړونه ده او له دغو مواردو باید مخنیوی وشي، که نه د وګړو پر بنسټیزو حقونو محدودیت دی.»

په دې لړ کې سیاسي پوهان وایي، چې پر خصوصي حریم د امنیتي کمرو لګول لوی بحث دی او دا موضوع باید د پارلمان او د خلکو د رایې له لارې تصویب شوي.

سیاسي کارپوه احمدخان اندړ باوري دی: «په داسې هېواد کې چې ناامني او ترهګریز بریدونه پکې زیات وي د کمرو لګول د پام وړ پایله نه لري او په دې برخه کې یوې فعالې او تخنیکي ډلې ته اړتیا ده ترڅو کنټرول یې کړي.»

هغه په دوام کې وویل: «په زور او جبري توګه نه کېږي او خپله خلک باید اجازه ورکړي چې پر کورونو یې امنیتي کمرې ولګول شي او لومړیتوب دې دولتي ادارو ته ورکړل شي.»

سره له دې چې کابل ښار تل د ناامنیو، هدفي وژنو، مرګونو چاودنو او وسله‌والو غلاوو شاهد وو، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دغه پېښې کمې شوې نه دي بلکې زیاتې شوې دي. پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ تر ۱۵ میاشتو زیاته موده کېږي په دې لړ کې مرموزې وژنې او نور جنایي جرمونه نه دي کم شوي.

د خلکو په وینا طالبان د خلکو د امنیت په ټینګښت کې بې‌وسه دي او هر ځل په بېلابېلو پلمو فشارونه او محدودیتونه زیاتوي چې تر ډېره د خلکو د خصوصي حریم د تر پښو لاندې کولو په برخه کې وو. د طالبانو د کورپه‌کور پلټنو پروګرام په څېر او اوس د خلکو پر کورونو د امنیتي کمرو لګول.