اکسیوس خپرونې راپور ورکړی چې ایران د پاکستاني چارواکو له لارې، چې په خبرو اترو کې د منځګړي رول لوبوي، له متحده ایالاتو سره د توافق لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.
د دې راپور پر بنسټ، په دې وړاندیز کې داسې توافق شامل دی چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسېدو لامل به شي؛ خو په دې اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د امریکا او ایران پلاوي په اسلامآباد کې د خبرو اترو بله دوره ترسره کړي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اسلامآباد ته له سفر سره سره، دا خبرې ترسره نه شوې.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو خبرو له لغوه کېدو وروسته وویل، هغه په یو اړخیزه توګه اسلامآباد ته د ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د پلاوي په توګه د خپل ځانګړي استازي «سټیو ویټکاف» او خپل زوم «جېرډ کوشنر» سفر لغوه کړ.
ټرمپ وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هغه وړاندیز چې ایران یې باید په دې خبرو کې له متحده ایالاتو سره د توافق لپاره وړاندې کړی وای، کافي نه و.
