د افغانستان په محوریت، د «سیاسي بدلون او سیمهییز نظم» تر نامه لاندې غونډه، د ترکیې په انقرې ښار کې جوړه شوه.
د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو پر هغه څه نیوکه وکړه چې دوی یې په افغانستان کې د واک انحصار، متمرکز نظام او بېعدالتي بولي.
د هغوی په وینا، د واک تمرکز د دې لامل شوی، چې د هېواد بېلابېل توکمونه په سیاسي پرېکړو کې له ګډون څخه محروم پاتې شي.
یو شمېر نورو ګډونوالو بیا افغانستان هممهاله د سیمې د نښلوونکی او د بېثباتۍ محور وباله.
