د آمو پښتو خبرونه

د۱۴۰۵ د وری غويی ۳ د ۸ بجو خبرونه

د کینیا سترې محکمې، امریکا ته د پخواني حکومت د ولسي جرګې د مرستیال عبدالظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه، تایید کړې ده.

دغې محکمې د ښاغلي قدیر په اړه په خپل صادر شوي حکم کې ویلي، چې کینیا د نشه‌یي توکو پر ضد د نړیوالو تړونونو له لاسلیکوونکو هېوادونو څخه دی او د عبدالظاهر قدیر د سپارلو په اړه د امریکا غوښتنه قانوني بنسټ لري.

کینیایي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخواني ولسي جرګې مرستیال د نشه‌یي توکو او د وسلو په قاچاق تورن دی.

بل لور ته، د هېواد یو شمېر پخواني څارنوالان او قاضیان بیا په دې اړه وایي، چې د امریکا قضایي سیسټم د دې ډول جرمونو لپاره سختې سزاوې لري او ښايي قدیر ته د عمر بند او د شتمنیو د ظبط حکم واورول شي.