افغانستان

د شېرخان بندر ښارګوټي اوسېدونکي، د څښاک اوبه نه لري

کابو ۵۰۰ کورنۍ چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر په ښارګوټي کې اوسېږي او د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري.

دغه کورنۍ وايي چې له کلونو راهیسې د څښاک پاکې اوبه نه لري.

د ددغو اوسېدونکو په وینا، دوی د آمو سیند له خړو اوبو کار اخلي؛ خو له کورونو د اوبو کچې د ټیټوالي له امله، په سختۍ سره اوبه برابروي او په لوړ لګښت په واټرپمپونو سره اوبه پورته کوي او ترې کار اخلي.

د دغو اوسېدونکو په وینا، دوی چې له سینده د اوبو اخیستو وس نه لري، یوه بوشکه په پينځه افغانۍ پېري.

د شېرخان بندر یو اوسېدونکی عزیزالله وايي: «له ډېرو کلونو راهیسې موږ په همدې توګه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او په دې ستونزې سره ژوند کوو. د سیند اوبه خړې دي او تراوسه هېڅوک مو ستونزې ته پام نه دی کړی.»

نوموړی زیاتوي: «اوبو ته د لاسرسي لپاره برېښنا په سختۍ برابروو. پاکې اوبه نشته، ماشومان مو ناروغان دي. له دې ځایه چې اوبه وړو په څلرویشت ساعتونو کې پاکېږي او ترې کار اخلي. دلته خلک بې وزله دي او په سختۍ سره د ځان لپاره اوبه برابروي.»

ددې سیمې اوسېدونکي، کورونو ته د اوبو وړلو لپاره اوږده لاره کچ کوي او په خبرو او نقلیه وسلو اوبه لېږدوي. 

ددې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالرحمان وایي: «کله چې باران کېږي، د سیند اوبه لا خړېږي او د اوبو پاکېدل ستونزمن شي، که موږ وغواړو چې نل لیکې وغځوو، ډېر لګښت غواړي چې د ورکولو وس یې نه لرو.»

د شېرخان بندر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې دوی ته د څښاک اوبه برابرې او دوی ته د اوبو زېرمه جوړه کړي.

خو د شمال ختیځ زون د اوبو رسونې رییس نصرالدین نصرت وایي چې دوی سږ کال د کندز په شېرخان بندر سیمه کې د اوبو رسولو هېڅ پروګرام نه لري.

دا په داسې حال کې دي چې د کندز د شېرخان بندر د ښارګوټي په وینا، د ژورې څاه کیندل هم ناشوني و او هغه اوبه چې د څاه له کیندلو ترلاسه کېږي، سختې تروې او نه تصفیه شوې دي.