افغانستان د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سامبو او کورش د دودیزو رزمي لوبو د لویو نړیوالو سیالیو کوربهتوب کوي.
ټاکل شوې ده چې په دغو سیالیو کې د سیمې د اوو هېوادونو ۶۰ ورزشکاران ګډون وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د انځورونو په خپرولو سره پر «اېکس» دا خبر تایید کړی دی.
محمد نعیم وردک ویلي چې له دې سره همهماله به د ۱۰۰ کورنیو ورزشکارانو ترمنځ هم د سامبو، کورش او نورو دودیزو لوبو سیالۍ ترسره شي.
طالبانو د دغو سیالیو ترسره کېدل د افغانستان د ورزشي لاسته راوړنو په لړ کې «یو نوی او مثبت ګام» بللی دی.
