نیویارک ټایمز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره داسې خبرې اترې کوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې هغه متحدین، چې اوس مهال په قطر کې په یوه کمپ کې مېشت دي، د کانګو جمهوریت ته انتقال کړي.
په متحده ایالاتو کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې «افغان ایوک» ویلي چې په دې کمپ کې د امریکا ۱۱۰۰ افغان متحدین ځای پر ځای دي، چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال قطر ته لېږدول شوي وو.
د دې ادارې په وینا، د امریکا د جګړې د دغو متحدینو په منځ کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان هم شته او ډېری دا کسان ژباړونکي، د کمانډو ځواکونو غړي او د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي دي.
افغان ایوک ټینګار کړی چې د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې دغو متحدینو ته د بېرته افغانستان ته د ستنېدو بله لاره وړاندیز کړې وه، چې د «طالبانو لخوا د غچ اخیستنې» خطر یې په کې موجود دی.
سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې هڅو او خبرو اترو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاول کپور تر دې وړاندې د کانګرس په غیر رسمي اورېدنه کې ویلي وو چې دا وزارت په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو د کمپ د تړلو په هڅه کې دی؛ هغه پناه غوښتونکي چې کلونه کلونه هلته په بېبرخلیکه حالت کې پاتې دي.
د هغه په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې کمپ کې افغان پناه غوښتونکو ته د پیسو ورکړه پیل کړې ترڅو خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.
سره له دې، په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د حقونو مدافعینو او ځینو نورو ملاتړو ډلو دا طرحه «د امریکا له متحدینو سره خیانت» بللی دی.
نږدې ۱۱۰۰ تنه لږ تر لږه د تېر کال له پیل راهیسې، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو افغان وګړو د بیا مېشتېدنې بهیر ودرولو چې د امریکايي پوځ سره د اړیکو له امله د طالبانو له غچ اخیستنې څخه ویرېدل، په قطر کې د امریکايي پوځ په پخواني کمپ «کاس» کې ساتل کېږي.
مدافعین وايي، په دې ډله کې ملکي پناه غوښتونکي، هغه ښځې چې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې د ځانګړو ځواکونو په توګه خدمت کړی او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي، چې هېواد ته د ستنېدو په صورت کې ټول د خطر سره مخ دي.
د امریکا د کانګرس ډموکراټانو د هغو کسانو لپاره د دولت د پیسو ورکولو طرحه تر نیوکو لاندې نیولې چې د مارچ میاشتې په پای کې د دې مرکز د پلان شوې تړل کېدو مخکې د «ځان ایستلو» سره موافقه کوي.
