د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغانستان بېثباتي او د منځني ختیځ بحران، د منځنۍ آسیا په ګډون، په ټوله سیمه اغېز لري.
سرګي لاوروف دې ګواښونو ته په اشارې سره، زیاته کړې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه په افغانستان کې هم روانه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې مسکو به د ډله ایز امنیت تړون سازمان په چوکاټ کې له خپلو متحدینو سره یوځای د نړیوالو امنیتي مسلو د حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
