افغانستان

سره میاشت: په نورستان کې د نښتو له امله ۱۳۶ زره کسان له سختې لوږې سره مخ دي

انځور د سره صلیب څخه

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتو په نورستان کې لږ تر لږه ۱۳۶ زره کسان له سختې لوږې، د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي او د ژوند له لومړنیو اړتیاوو محرومیت سره مخ کړي دي.

د دغې کمیټې په وینا، په دې کسانو کې ۱۷ زره کورنۍ شاملې دي چې ډېری یې د کامدېش او برګ‌مټال په ولسوالیو کې اغېزمنې شوې دي.

دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې اوس‌مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په همکارۍ، دغو ټولنو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره څو ورځنی عملیات پیل کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د اپریل له پیل راهیسې، د سره صلیب نړیوالې کمیټې، د ایران سرې میاشتې او د ملګرو ملتونو ادارو له ټولو ښکېلو لوریو سره دوامداره خبرې پیل کړې دي، ترڅو د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو په اغېزمنو سیمو کې د بشري مرستندویانو لپاره د خوندي او بې‌خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

د سره صلیب د کمیټې په وینا، له خبرو اترو وروسته مرستندویانو اوس اغېزمنو ټولنو ته د حیاتي مرستو رسول پیل کړي دي.

د لومړنیو غبرګونونو په لړ کې د خوراکي توکو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو پر وېش تمرکز شوی دی.

په ورته وخت کې، نورستان ولایت ته د لارې په پرانیستل کېدو سره، بازارونه ورو ورو د خوراکي توکو په ډکېدو دي او طبي لېږدونه هم بیا پیل شوي دي.

دغې کمیټې دا هم ویلي چې د ایران د سرې میاشتې او د ملګرو ملتونو د ادارو سره یوځای، د سیمه‌ییزو ټولنو له استازو سره په نږدې اړیکه کې دي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې د سیمې له خورا بېړنیو اړتیاو سره سمې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې لومړنۍ ارزونې ښيي چې اړتیاوې، په ځانګړې توګه د خوراکي خوندیتوب، روغتیايي پالنې او اړینو خدماتو په برخو کې لا هم د پام وړ دي.

په دې برخه کې ښکېلو بشري سازمانونو له ټولو لوریو څخه غوښتي چې په افغانستان کې زیانمنو ټولنو ته د خوندي، بې‌خنډه او دوامدار لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.