د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د لیرې پرتې کلي «شولیر پایان» لسګونو اوسېدونکو د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې «بېعدالتی او د طالبانو زور زیاتی» بولي، لاریون کړی دی.
د سرچینو په وینا، له تېرو اوو ورځو راهیسې د سرو زرو د کان پر سر د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو له امله، د دې ولسوالۍ له څو کلیو سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
دا لاریون پرون پیل شوی او ښځو هم پکې ګډون کړی. لاریون کوونکي وایي، چې طالبانو پر دوی «ظلم» کړی او لسګونه کورنۍ یې له خپلو کورونو بېځایه کړې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
