د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

د هلمند ولایت یو شمېر دوکانداران وایي، چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو توکو د اخیستلو وسه نه لري.

یو شمېر نور بیا وایي، چې طالبان پر بازارانو مناسب کنټرول نه لري او له همدې امله، هر څوک چې په هره بیه وغواړي، توکې خرڅوي.

بل لور ته، د هلمند اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د کار د نشتوالي له امله، د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.