په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوګر کې اووه ترافیکي پېښې شوې دي چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
په لوګر کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دغو پېښو په تایید سره ویلي چې یادې ترافیکي پېښې د دغه ولایت په التمور، کوتل تیره، شش قلعه او پورک سیمو کې رامنځته شوې دي.
د طالب چارواکو په وینا، د دغو پېښو ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د شپږو تنو روغتیايي وضعیت «د اندېښنې وړ» ښودل شوی دی.
د طالبانو سیمهییزو مسوولینو د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښانو نشتوالي ته د مسوولینو د پاملرنې نشتوالي له امله نیوکه کوي او وايي چې ترافیکي پېښې، د نورو پېښو ترڅنګ، په هېواد کې د مرګونو تر ټولو ستر لاملونه دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د شمېرو پر بنسټ، په تېر یو کال کې یوازې په دغه ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې دي چې په کې لږ تر لږه ۱۳۶ تنه مړه شوي دي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار مخکې ویلي وو چې په یادو پېښو کې یوازې په بدخشان کې ۱۷۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
