د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وايي، د امریکا د سمندري محاصرې په دوام سره، د هرمز تنګی به د کښتیو پر مخ خلاص نه شي.
نوموړي په «ایکس» کې ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ په یوه ساعت کې «اوه ادعاوې مطرح کړې او ټولې دروغ دي». د هغه په باور، « دوی په دې دروغ ویلو سره په جګړه کې بریالي شوي نه دي او حتماً به په مذاکراتو کې هم کومه پایله ترلاسه نه کړي».
د ایران د پارلمان رئیس ټینګار کړی چې د هرمز په تنګي کې تګ راتګ به د «ټاکلي مسیر» پر بنسټ او د «ایران په اجازه» ترسره کېږي.
د هغه په وینا، د دغه تنګي خلاصون یا بندېدل او پر هغه حاکم مقررات «میدان ټاکي، نه ټولنیزې شبکې».
قالیباف زیاته کړې ده: «رسنیزه جګړه او د عامه افکارو مهندسي د جګړې یوه مهمه برخه ده او د ایران ملت د دې چالاکیو تر اغېز لاندې نه راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل چې د هرمز تنګی «په بشپړه توګه خلاص او د فعالیت لپاره چمتو دی»، خو د امریکا سمندري محاصره به تر هغه وخته «په بشپړه توګه برقراره» وي چې «هوکړه» په بشپړه توګه نهایي شي.
ټرمپ همدا راز خپله ادعا تکرار کړه چې امریکا او ایران به غني شوی یورانیم یا د هغه په وینا «اټومي غبار» په ګډه استخراج او له ایرانه به یې وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې غني شوی یورانیم «هیچېرته نه ځي».
