افغانستان

د طالبانو مشر په استیناف او تمیز محکمو کې د دعوې د غوښتنلیک موده تر درېیو میاشتو وټاکله

انځور- د طالبانو تر واک لاندې لویه څارنوالي

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په یوه فرمان کې، په استیناف او تمیز محکمو کې د خپلو دوسیو په اړه د دعوې د لوریو د غوښتنلیک موده درې میاشتې وټاکله.

په دغه لارښوونه کې چې نن پنجشنبه د طالبانو د سترې محکمې له خوا خپره شوې، د دعوې له هغو لوریو چې د خپلو دوسیو په اړه د ابتدائیه محکمو پر پرېکړو اعتراض لري، غوښتل شوي چې خپله استیناف غوښتنه د یوې میاشتې په ترڅ کې او تمیز غوښتنه د درېیو میاشتو په ترڅ کې ثبت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د تېر حکومت د جزا اجراآتو د قانون پر بنسټ، د اشخاصو د دوسیو په اړه د استیناف غوښتنې مهلت د ابتدائیه محکمې د حکم له اعلان څخه ۲۰ ورځې وروسته او د تمیز غوښتنې موده (که د تورن، مدعي یا اړوند څارنوال له خوا وي) د استیناف محکمې د حکم له ابلاغ څخه ۱۰ ورځې وروسته ټاکل شوې وه.

د ویلو ده چې د افغانستان په تېر دولت کې د جزا اجراآتو قانون په ۱۳۷۲ لمریز کال کې تصویب شوی و او طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، دا قانون د افغانستان د نورو قوانینو ترڅنګ لغوه اعلان کړ.