افغانستان

لغمان کې د یوه کور د نړېدو له امله یو تن مړ شو

انځور- په لغمان کې د لوېدلي کور

په لغمان کې د یوه څلور پوړیزاستوګنیز کور د نړېدو له امله یو تن مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.

په لغمان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دا پېښه د دغه ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په « خاص دولت‌شاه » کلي کې شوې ده.

د طالبانو په وینا، دا پېښه نن پنجشنبه د وري په ۲۷مه، سهار شاوخوا ۳ بجې رامنځته شوې او دغه کور په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې زیانمن شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېری ولایتونه په وروستیو اونیو کې د سختو بارانونو، واورو او وژونکو سېلابونو شاهدان وو.

له پېښو سره د مبارزې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د مړو شمېر ۱۸۹ تنو او د ټپیانو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

دا شمېرې ښيي چې لا هم ۹ تنه ورک دي.

دغه سېلابونه د هېواد په څه باندې شلو ولایتونو کې راغلي او د یادې ادارې په وینا، څه باندې ۷۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.