کډوالي

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر: تورخم کې له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستو وېش پیل شو

انځور- تورخم کې په جبرې توګه را ستنو شویو کډوالو ته چمتو شوې مرستې

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر وايي چې په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه په جبري ډول راستنېدونکو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل شوه.

د رسنیو دفتر وایي، دا مرستې د جرمني د یوې مرستندویه موسسې له لوري په «عمري کمپ» کې پر هغو کورنیو وېشل کېږي چې تازه هېواد ته راستنې شوې دي.

دفتر زیاتوي په دغو مرستو کې چې د هرې کڅوړې ارزښت ۹۴ امریکايي ډالره دی؛ اوړه، غوړي، لوبیا، بوره، وریژې، چای او کمپلې شاملې دي.

د ننګرهار د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د دغو مرستو د وېش پر مهال له نورو نړیوالو موسسو هم وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اخراج په داسې حال کې جریان لري چې په وروستیو نږدې دوو کلونو کې، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د اخراج د بې ساري زیاتوالي شاهد دی.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې په لویه کچه دا راستنېدنې، د افغانستان پر محدودو سرچینو او د مرستې رسونې پر وړتیاو باندې دروند فشار راوړي.