په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د تګ راتګ یوه لاره چې د خیبر پښتونخوا له ایالت سره هم نښتې ده، د وسایطو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.
د فریدون صمیم په وینا، دا لاره د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ موقعیت لري او د خیبر پښتونخوا له چترال سیمې سره ګډه پوله لري.
هغه ویلي چې دا لاره د پاکستاني لوري سره د ځايي مشرانو د مذاکراتو په پایله کې پرانیستل شوې او دواړه لوري په دې برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا مذاکرات د رامنځته شوې ستونزې د بشپړ حل او د دواړو خواوو د اوسېدونکو د سفر د اسانتیا لپاره لا هم دوام لري او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې نورې هوکړې هم وشي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا لاره چې فرضي کرښې ته څيرمه برخو کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له امله نږدې دوه میاشتې بنده وه، د خلکو ورځنی ژوند او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی یې په جدي ډول مختل کړی و.
د دوی په خبره، اوس چې دا سړک پرانیستل شوی، خلک کولای شي په اسانۍ تګ راتګ وکړي.
په نورستان کې ځايي اوسېدونکو له طالبانو غوښتي چې د دغه سړک ساتنې، امنیت او په راتلونکي کې د احتمالي ستونزو مخنیوي ته جدي او دوامداره پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کامدېش مواصلاتي لاره په نورستان کې یوه له مهمو لارو ده چې د برګمټال په ګډون د دواړو ولسوالیو معیشتي اړتیاوې له همدې لارې پوره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اصلي نښلونکې لارې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او مسافرو پر مخ تړلې دي.
که څه هم په دې وروستیو کې پاکستان د تورخم لاره یوازې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو په موخه پرانیستې؛ خو تر اوسه د هغې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو لارو د بشپړ پرانیستل کېدو په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.
دا لارې وروسته له هغه وتړل شوې چې د طالبانو ځواکونه او پاکستاني پوځیان پر کرښې پرتو برخو کې سره ونښتل؛ هغه نښتې چې پر افغانستان (د کابل په ګډون) د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته پیل شوې او تر اوسه په وقفه یي ډول دوام لري.
که څه هم طالبانو او پاکستان تر اوسه د ترکیې په استانبول، د قطر په دوحه، د سعودي عربستان په ریاض او د چین په ارومچي کې څو پړاوه د سولې خبرې کړي؛ خو له دغو مذاکراتو څخه هیڅ یو یې هم د دواړو لوریو ترمنځ د دایمي اوربند او د اړیکو د عادي کېدو لامل نه شو.
