د افغانستان د فوټبال ملي ټیم غړي، علي رضا پناهي د افغانستان د فوټبال د غوره څېرو په پنځم فیستیوال کې په دغه ټیم کې د غوره لوبغاړي په توګه د سرو زرو توپ (ګولډن بال) خپل کړ.
هغه د روزونکو، لوبډلمشرانو او ورزشي خبریالانو په رایو سره د افغانستان د کال د غوره فوټبالر لقب ترلاسه کړ.
دغه مراسم په هرات کې ترسره شول چې په ترڅ کې یې په بېلابېلو برخو کې غوره لوبغاړي معرفي شول.
پناهي چې د فراه د ابومسلم کلب او د هېواد د فوټبال ملي ټیم لوبغاړی دی، په درېیو وروستیو کاندیدانو کې د فرهاد عليزاده او فرزاد عطايي په شتون کې دغه مقام ته ورسېد.
هغه په تېر فصل کې هم په کلبې سیالیو او هم په ملي لوبو کې د هېواد د فوټبال له ځلاندو څېرو څخه بلل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې «فوټبال سي» رسنۍ هر کال د روزونکو، کپتانانو او ورزشي خبریالانو د رایو پر بنسټ د افغانستان د فوټبال غوره څېرې ټاکي.
دغې رسنۍ په تېرو کلونو کې هم د رایې ورکوونکو د رایو جزئیات په «شفاف» ډول خپاره کړي دي.
