د ایران پوځ نن دوشنبه اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا پلان شوې سمندري کلابندي غیرقانوني ده او په وینا یې، دا یو ډول «سمندري غلا» ګڼل کېږي.
د ایران د پوځ مرکزي قومانداني «خاتم الانبیاء» لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، چې د دغه هېواد له دولتي ټلویزیون څخه خپره شوه، راغلي: «د جنایتکارې امریکا لخوا په نړیوالو اوبو کې پر سمندري تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه غیرقانوني دي او د سمندري غلا یوه ښکاره بېلګه ده.»
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران پوځ به د هرمز تنګي د کنټرول لپاره یو «داخلي او تلپاتې میکانیزم» په پرېکنده توګه پلي کړي. دا غبرګون وروسته له هغه ښودل کېږي چې امریکا ګواښ وکړ چې د ایران ټول بندرونه به کلابند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ ویلي، نن دوشنبه به د ایران د ټولو بندرونو او ساحلي سیمو بشپړه سمندري کلابندي پیل کړي.
د امریکا مرکزي قومانداني (CENTCOM) وایي، دا بندیز به د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو (د واشنګټن په وخت) پر ټولو هغو کښتیو پلي شي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.
امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې هغه بېړۍ چې غیر ایراني بندرونو ته ځي، په هرمز تنګي کې به یې مخه ونه نیول شي.
