د امریکا متحده ایالاتو پوځ وویل چې د دوشنبې له ورځې به د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د ټولو ننوتونکو او وتونکو کښتیو کلابندي پیل کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې اسلام اباد کې له ایران سره د جګړې پای ته رسولو په موخه خبرې اترې بې پایلې شوې او د دوو اونیو نازک اوربند یې له خطر سره مخ کړ.
په اسلاماباد کې دغه خبرې چې له شنبې پیل او د یکشنبې تر سهار پورې یې دوام وکړ، په تېره یوه لسیزه کې د امریکا او ایران ترمنځ لومړنۍ مستقیمه ناسته او د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته په تر ټولو لوړه کچه بحثونه وو.
دا مذاکرات وروسته له هغه وشول چې د تېرې سې شنبې په ورځ په خلیج کې د شپږ اوونیزې جګړې د پای ته رسولو په موخه اوربند پیل شو؛ هغې جګړې چې زرګونه کسان یې ووژل، د انرژۍ سرچینې یې ټکنۍ کړې او د یوې پراخې سیمه ییزې شخړې وېره یې پیدا کړې وه.
د امریکا مرکزي قومانداني (CENTCOM) د یکشنبې په ورځ وویل چې دا سمندري کلابندي به د سهار په ۱۰ بجو (د واشنګټن په وخت) پیل شي او “د ټولو هغو هېوادونو د کښتیو په وړاندې به په بې پرې ډول پلي شي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته ننوځي یا ترې وځي، چې په کې په عربي خلیج او د عمان په خلیج کې د ایران ټول بندرونه شامل دي.”
د امریکا پوځ وویل، هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي له لارې غیر ایراني بندرونو ته ځي، مخه به یې نه نیول کېږي. په راپور کې زیاته شوې چې د کلابندۍ له پیل وړاندې به سوداګریزو بېړیو ته د رسمي خبرتیا له لارې نور جزییات هم ورکړل شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونه به په نړیوالو اوبو کې هره هغه کښتۍ ودروي چې ایران ته یې محصول (Toll) ورکړی وي. ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: “هېڅوک چې غیرقانوني محصول ورکوي، په پرانیستو اوبو کې به خوندي تېر نشي.” هغه زیاته کړه: “هر ایرانی چې پر موږ یا پر سوله ییزو کښتیو ډزې وکړي، سمدستي به ووژل شي (BLOWN TO HELL).”
هغه همداراز وویل چې د امریکا سمندري ځواک به د هغو ماینونو په له منځه وړلو پیل وکړي چې ایرانیانو په هرمز تنګي کې اچولي دي؛ هغه تنګی چې د نړۍ د انرژۍ ۲۰ سلنه تګ راتګ پرې کېږي.
که څه هم د شنبې په ورځ د تېلو درېو سترو کښتیو له دغه تنګي تېرېدل وښودل، خو د دوشنبې په ورځ د امریکا له کلابندۍ وړاندې نورې کښتۍ له دغې لارې لرې پاتې شوې.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته، د ایران انقلابي ګارډ خبرداری ورکړ چې دغه تنګي ته نږدې کېدونکې پوځي کښتۍ به د اوربند ماتول وګڼل شي او په کلکه به ورسره مقابله وشي.
یو امریکایي چارواکي وویل چې ایران د واشنګټن هغه غوښتنه رد کړه چې په کې د یورانیمو د بډاینې بشپړ بندول، د اصلي اټومي تاسیساتو ویجاړول او د بډای شویو یورانیمو لیږدول شامل وو.
دغه چارواکي زیاته کړه چې ایران همداراز له حماس، حزب الله او حوثیانو سره د مالي مرستو د بندولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو غوښتنې هم رد کړې.
ایراني رسنیو وویل چې په ځینو مسایلو هوکړه شوې وه، خو د هرمز تنګی او د ایران اټومي پروګرام اصلي خنډونه وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې ایران له “زیات غوښتنې او کلابندۍ” سره مخ شو، په داسې حال کې چې د اسلاماباد تفاهم لیک ته یوازې څو انچه پاتې وو. هغه زیاته کړه: “صفر درس اخیستل شوی؛ نېکي نېکي زېږوي او دښمني دښمني.”
د خبرو له ناکامۍ وروسته د دوشنبې په سهار د ډالر ارزښت او د تېلو بیې لوړې شوې. ټرمپ د فاکس نیوز “سنډې بریفینګ” پروګرام ته وویل چې د تېلو او پټرولو بیې ښايي د نومبر تر منځمهاله ټاکنو پورې لوړې پاتې شي.
د ایران د پارلمان رییس قالیباف په واشنګټن کې د پټرولو د بیو یو نقشه خپره کړه او ویې لیکل: “د پټرولو له اوسنیو بیو خوند واخلئ، د دغې تش په نامه کلابندۍ سره به ډېر ژر د ۴-۵ ډالري پټرولو ارمان وکړئ.”
ټرمپ د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې باور لري ایران به خبرو ته دوام ورکړي او د اسلاماباد بحثونه یې “ډېر دوستانه” وبلل. خو څو ساعته وروسته یې وویل چې ورته مهمه نه ده چې یو “ناامیده” ایران بېرته د مذاکراتو مېز ته راځي که نه.
بل لور ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې تهران یوه “متوازنه او عادلانه هوکړه” غواړي.
هغه وویل: “که امریکا نړیوالو قوانینو ته راوګرځي، هوکړې ته رسېدل لرې نه دي.”
