د طالبانو یو شمېر مخالفې سیاسي څېرې خبرداری وایي، هغه سیاسي کړکېچ چې د طالبانو په ګټه رامنځته شوی و، اوس د ماتېدو په حال کې دی او مهم بدلونونه په لاره کې دي.
د ازادۍ او مقاومت جبهې مشرانو د سالنګ په سیمه کې د ازادۍ جبهې د قومندانانو د درېیم تلین په مناسبت، د خلکو پر وړاندې د طالبانو چلند «ظالمانه» بللی او د طالبانو پر وړاندې پر دوامداره مقاومت یې ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه د طالبانو پر وړاندې له وسلهوال مقاومت څخه ملاتړ کوي؛ خو بل لور ته، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د سیاسي مخالفینو پر کړنو نیوکه کوي او وایي چې دوی ونه توانېدل د طالبانو په خلاف یوه واحده جبهه رامنځته کړي.
