روغتیا

کندز کې اړمنو کورنیو ته د سرې میاشتې لخوا د وړیا روغتیايي خدماتو وړاندې کول

د ورځې لسګونه بې وزله کسان د درملنې لپاره د کندز د سرې میاشتې مرکزي کلینیک ته ورځي او په دغه روغتیايي مرکز کې، ناروغانو ته روغتیايي خدمات او وړیا درمل ورکول کېږي.

هغه اړمن کسان چې د درملنې لپاره د کندز د سرې میاشتې روغتیايي مرکز ته ورغلي وايي، له دې امله چې ښه اقتصادي شرایط نه لري، نه شي کولای د خپلې درملنې لګښت ورکړي او له همدې امله په خپل ولایت کې د دغو روغتیايي خدماتو له پيلولو خوښ دي.

د کندز یو اوسېدونکی میر علم وايي: «زه د خپل ماشوم د درملنې لپاره له الچین سیمې څخه دلته راغلی یم، زموږ په سیمه کې دوه دولتي روغتیايي کلینیکونه شته؛ خو کله چې ورځو، سمه رسېدنه نه راته کوي. هلته کافي درمل نشته او ډاکتران هم په خپل وخت نه راځي. دا څووم ځل دی چې زه د خپل ماشوم د درملنې په موخه د سرې میاشتې روغتیايي مرکز ته راځم او راضي یم.»

د وزګارۍ او بې وزلۍ زیاتوالی، یوازینۍ ستونزه ده چې د کندز ولایت اوسېدونکي ورسره مخ دي.

غلام نبي د کندز یو بل اوسېدونکی دی. هغه هم خپل ماشوم د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې روغتیايی مرکز ته راوستی دی.

نوموړی په دې سیمه کې د دغه روغتیايي مرکز پر فعالیت خوښي څرګندوي او وایي: «په دغه کلینیک کې خدمات په ښه توګه وړاندې کېږي.»

غلام نبي د کلینیک د کوڅې خرابوالي ته په اشارې وايي: «کله چې په ژمي کې ډېر عمر لرونکي یا ښځینه ناروغانې غواړي تګ راتګ وکړي، له ستونزې سره مخ کېږي او له مسوولینو غواړو ترڅو دغې ستونزې ته هم پاملرنه وکړي.»

هره ورځ زرو تنو بېوزلو ته په وړیا توګه روغتیایي خدمات وړاندې کېږي

په همدې حال کې کندز کې د سرې میاشتې مسوولین وایي چې هره ورځ زره تنه بېوزلو کسانو ته د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې په وړیا توګه روغتیایي خدمات وړاندي کوي.

کندز کې د سرې میاشتې رییس محمدرضا ناصري وایي: «موږ د کندز په سطحه پنځه کلینیکونه او یوه ګرځنده ډله لرو چې هره ورځ په مرکز او ولسوالیو کې په دوامداره توګه فعالیت کوي او په نسایي‌ـولادي او نورو برخو کې هره ورځ د زرو نارینه او ښځینه‌وو وړیا درملنه کوو.»

د دغه روغتیایي مرکز یو ډاکتر اسدالله وایي: «سره میاشت یو بې‌طرفه خیریه بنسټ دی چې په بېلابېلو برخو کې، خلکو ته د خدمت په موخه فعالیت کوي او موږ د دغه بنسټ په روغتیايي برخه کې کار کوو. البته ناورغان د جمهوریت دورې په څېر کلینیک ته راځی او اوس چې امارت (طالبان) راغلي، موږ د زیات شمېر ناروغانو وړیا درملنه کوو.»

هغه دوام ورکوي: «موږ په هره برخه کې متخصص ډاکتران لرو، زموږ ډېری ناروغان په سرپا برخه کې دي او کوم درمل چې ورته ښوودل کېږي، هغوی ته یې په وړیا توګه ورکوو.»

د ویلو ده، چې افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو د ټولنې پر بېلابېلو برخو ګڼې ستونزې تپلې دي او بېوزله کورنۍ هم له دې چارې خوندي نه دي پاتې. خلک وایي چې که ملي او نړیوال بنسټونه په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د مرستې او ملاتړ په موخه پروګرامونه له مخکې زیات برابر نه کړي، د بېوزلو وګړو ستونزې به لا زیاتې شي.