افغانستان

د ننګرهار ځمکني توتان؛ ۶۷۰ مټریک ټنه حاصل او د بازار ننګونې

انځور- ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرونده

ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې په روان کال کې د دغه ولایت په کچه د ځمکني توتانو (سټابیري) په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او اټکل کېږي چې د حاصلاتو کچه به یې ۶۷۰ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس ملا عبدالستار محمد په دې اړه رسنیو ته وویل، چې سږکال د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو (خوږیاڼو، کوټ، دره نور او سره رود) کې پر ۴۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د تېر کال په پرتله نه یوازې د کښت ساحه پراخه شوې، بلکې د تخنیکي پاملرنې له امله د حاصلاتو په کچه کې هم مثبته بدلون راغلی دی.

د کرنې رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ځمکني توتان د کوکنارو د کښت لپاره یو اقتصادي او ګټور بدیل دی.

هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست د متخصصینو له لوري بزګرانو ته د کښت د عصري لارو چارو، معیاري اوبو لګولو او د نباتي ناروغیو د کنټرول په برخو کې لازمې مسلکي روزنې ورکړل شوې دي، چې د تولیداتو په کیفیت یې مستقیم اغېز کړی دی.

بل لور ته، د ننګرهار بزګرانو هم د یادې مېوې له حاصلاتو او ترلاسه شوي عاید څخه رضایت څرګند کړی او د سیمې د اقلیم لپاره یې مناسب او د کوکنارو د کښت غوره بدیل بولي.

سره له دې چې ننګرهار کې د ځمکني توتانو حاصلات د کيفيت او کميت له پلوه لوړ شوي، خو یو شمېر بزګران لا هم د محصولاتو د خوندي ساتنې او په سيمه ييزو بازارونو کې د بيو له نوسان (بدلون) سره لاس او ګرېوان دي.

د مسلکي سړو خونو نشتوالی او د دغې مېوې حساسیت د دې لامل کېږي چې د حاصلاتو پر مهال ډېره برخه ضایع شي او یا هم کروندګر مجبور شي خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

د ننګرهار د کرنې ریاست دغه ستونزه تاییدوي او وایي چې د مارکېټ د تقاضا پوره کولو او د ضایعاتو د مخنیوي لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو د هېواد د نورو ولایتونو سربېره، بهرنیو بازارونو ته هم د صادراتو زمینه برابره او په دې توګه د دغه ګټور بدیل کښت ارزښت ثابت وساتل شي.