کډوالي

د پاکستان له زندانونو تر ۸۰ ډېر افغان بندیان ازاد شول

انځور- سپین بولدک کې د پاکستان له زندانونو ازاد شوی کډوال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې ۸۴ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم یاد وزارت د دغو کسانو د بندي کېدو د کره لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ډېری افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم ۱۵۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او د سپین بولدک له لارې هېواد ته رالېږدول شوي وو. د کډوالو وزارت وایي دغو کسانو تر یوې میاشتې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی و.

بل لور ته، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو وضعیت او د هغوی د خلاصون لپاره د هڅو پر نشتوالي تل نیوکې شوي دي.

ځینې کارپوهان په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو بې‌سرنوشتي، د یو مشروع دولت نشتوالی او نړیوالې ټولنې ته د نه ځواب ویلو له امله بولي.