افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري کړکېچ د سیلابونو او ناامنیو له امله نور هم ژور شوی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي چې د نامساعده اقلیمي شرایطو دوام په افغانستان کې بشري بحران لا پسې سخت کړی دی.

نوموړي تېره جمعه په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه چې په هېواد کې وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا، په دغو پېښو کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه، تر ۱۸۰ ډېر ټپیان او یو شمېر نور لادرکه شوي دي. همداراز زرګونه کورونه ویجاړ شوي او په بېلابېلو برخو کې حیاتي زیربناوو او کرنیزو ځمکو ته جدي زیانونه رسېدلي دي.

دوجاریک زیاته کړه چې ننګرهار ولایت تر ټولو ډېر زیان لیدلی؛ دا هغه ولایت دی چې تېر سپټمبر کې د یوې ویجاړونکې زلزلې شاهد هم و.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې تېره یکشنبه د هندوکش په سیمه کې د ۵.۹ درجې زلزلې له امله په کابل او نورو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي او د لسګونو کسانو د مړینې او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، بشري بنسټونو تر اوسه تر ۸۰۰۰ ډېرو کسانو ته مرستې رسولي چې پکې خوراکي توکي، نغدي مرستې، روغتیایي خدمتونه او اضطراري سرپناوې شاملې دي.

بل لور ته طالبانو ویلي چې د هېواد په وروستیو سیلابونو کې تر ۱۶۰ ډېر کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په وینا، سیلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته خورا درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

هممهاله، اوچا راپور ورکړی چې د دغو سیلابونو له امله په ۳۱ ولایتونو کې تر ۵۷۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې او زرګونه نور کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي؛ هغه وضعیت چې په افغانستان کې یې د بشري کړکېچ د لا خرابېدو په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.