طالبانو اعلان کړی چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې له ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي او نږدې ۳۰۰ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د طالبانو له لوري د وړاندې شویو راپورونو پر بنسټ، وروستیو سېلابونو د انساني تلفاتو تر څنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
له دې سره هممهاله؛ ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د وروستیو سېلابونو په پایله کې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې له ۵۷۰۰ زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې او زرګونه نور کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
