Uncategorized @ps د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله، نهه تنه مړه او دولس تنه نور ټپیان شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې تازه شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو اوونیو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۵۰ کسانو اوښتی او د ټپیانو شمېر ۲۲۹ ته رسېدلی دی.

له بلې خوا، د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، چې د ماشومانو د ژوند د ساتنې لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

سېلاب ځپلي هم د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.