په ننګرهار کې د وروستیو سختو بارانونو له امله د جلالاباد ښار په دویمه ناحیه کې د یوې خونې چت پریوتی چې له امله یې درنه مرګژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د طالبانو د والی د رسنیو دفتر وایي، دا پېښه د دویمې ناحیې اړوند د «انګور په جر غاړه» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دفتر وايي په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.
ځايي مسؤلین وایي چې د بارانونو له امله په ډېری سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي او دمګړۍ په ځینو ځایونو کې د ژغورنې عملیات روان دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایتي اداره وایي چې د تلفاتو وروستي او بشپړ معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
تر دې وړاندېپه ننګرهار کې مسؤلینو ویلي و چې د تېرې شپې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ادارې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۹ تنو ته رسېدلی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان دي.
