ورزش

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن له ترکمنستان سره مخ کېږي

انځور د تاشکند په تمریني لوبه کې د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې غړي

د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ جام (کافا) په چوکاټ کې، نن خپله دویمه لوبه د ترکمنستان پر وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین پر ۴:۳۰ بجو د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل کېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پرون د قرغیزستان پر وړاندې ترسره کړه، چې له بده مرغه د ۲ پر ۱ پایلې سره یې ماتې وخوړه.

دا د افغانستان د تنکیو ځوانانو لپاره په دغه ټورنمنټ کې دویمه مهمه لوبه ده چې باید د بریا لپاره پکې هڅه وکړي.

د مرکزي اسیا د اتلولۍ دا جام د افغانستان په ګډون د سیمې د پنځو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ په تاشکند کې روان دی. دا سیالۍ د حمل په ۱۶مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.