ځايي سرچینو آمو ته تایید کړې چې د کابل-کندهار او کندهار-هرات لویې لارې د سختو سېلابونو د راوتلو له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د کابل-کندهار لویه لاره د غزني او زابل ولایتونو ترمنځ او د کندهار-هرات لویه لاره د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بنده شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې دا لاره له تېرې شپې راهیسې د مسافرو پر مخ تړل شوې او تر اوسه یې د بېرته پرانیستلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.
د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، په هېواد کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۹۹ تنو ته لوړ شوی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان دي.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، غزني، کندهار او هرات په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې ۱۱ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دغو ویجاړونکو سېلابونو نه یوازې ځاني تلفات اړولي، بلکې نږدې ۶۰۰۰ کورنۍ یې اغېزمنې کړې او تر ۳۶۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د راپورونو له مخې، څه باندې ۱۱ زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او د هېواد په کچه ۳۳۷ کیلومتره سړکونه هم تخریب شوي دي.
تر اوسه طالب چارواکو د دغو لویو لارو د بېرته پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
