ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی له امریکا او اسراییل سره د جګړې دایمي پای غواړي او د هورمز تنګي د پرانیستلو لپاره یې هر ډول فشار رد کړ. بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د سې شنبې تر شپې یوې هوکړې ته ونه رسیږي، ښايي دا هېواد په بشپړ ډول «له منځه یووړل شي».
د ایراني رسنۍ (ارنا) په وینا، تهران د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې لنډمهاله اوربند نه مني، بلکې جګړه باید په دایمي ډول ختمه شي.
د ایران ځواب په ۱۰ مادو کې تنظیم شوی چې پکې په سیمه کې د شخړو پای، د هورمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ پروتوکول، د بندیزونو لیرې کول او د جګړې له امله د ویجاړیو بیارغونه شامل دي.
د پاکستان لخوا وړاندې شوې طرحه د سمدستي اوربند وړاندیز کوي چې ورپسې به په ۱۵ تر ۲۰ ورځو کې پر یوې پراخې سولې خبرې وشي.
ټرمپ، چې ګواښ یې کړی و که تر سې شنبې شپې (۸ بجې د واشنګټن وخت) د هورمز تنګي د پرانیستلو هوکړه ونه شي، پر تهران به «دوزخي» بریدونه وکړي، د ایران ځواب رد کړ او ویې ویل چې د ده مهلت وروستی دی.
ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل: «ایران په یوه شپه کې له منځه وړل کېدای شي، او هغه شپه شاید همدا سبا شپه وي.»
هغه ګواښ وکړ چې د ایران د برېښنا فابریکې او پلونه به له منځه یوسي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا کار «جنګي جنایت» دی، وویل چې د ایران ۹۳ میلیونه خلک د ازادۍ لپاره دا قرباني ورکوي او امریکا داسې پیغامونه ترلاسه کړي چې پکې د بریدونو غوښتنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د چهارشنبې تر سهار پورې به په ایران کې هر پل ویجاړ او د برېښنا هره فابریکه به سوځېدلې او ایرې وي.»
د ایران پوځ د ټرمپ خبرې «بې ځایه او له کبره ډکې» بللي دي. د ایران د سپورت مرستیال وزیر له هنرمندانو او ورزشکارانو غوښتي چې د سې شنبې په ورځ د هېواد د برېښنا فابریکو په شاوخوا کې «انساني ځنځیرونه» جوړ کړي ترڅو د بریدونو مخه ونیسي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي وویل چې د ټرمپ دا پیغامونه د «تروریزم مستقیم هڅول» او د جنګي جنایتونو ښکاره ثبوت دی.
بل لور ته، ایران ګواښ کړی چې په تهران کې د «شریف صنعتي پوهنتون» پر ډاټا سنټر د امریکا او اسرائیلو د برید غچ به واخلي. د ایران د بهرنیو ځانو وزیر عباس عراقچي وویل: «یرغلګر به زموږ قدرت وګوري.»
په خبري کنفرانس کې ټرمپ او د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د هغه امریکایي پیلوټ د ژغورنې ستاینه وکړه چې الوتکه یې په ایران کې ویشتل شوې وه.
هیګسټ دا ژغورنه د «عیسی مسیح له بیا ژوندي کېدو» سره تشبېه کړه. هغه وویل چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې به د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سخت بریدونه وشي.
اسرائیلو هم تایید کړې چې په تهران او نورو برخو کې یې د حکومت پر بنسټونو بریدونه کړي او د دفاع وزیر یې ویلي چې د ایران مشران به «یو یو» ښکار کړي.
سره له دې چې ټرمپ ادعا کوي د ایران نظامي وړتیا یې له منځه وړې، خو ایران د اسرائیلو په نښه کولو او د هورمز تنګي په تړلو سره خپل قدرت ښودلی دی.
نن سې شنبه په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د خطر زنګونه کړنګېدلي او له خلکو غوښتل شوي چې خوندي ځایونو ته لاړ شي.
په تېرو شپږو اوونیو کې دا جګړه خورا خونړۍ شوې ده؛ په ایران کې د بشري حقونو د ډلو په وینا ۳۵۴۶ کسان او په لبنان کې نږدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. همدارنګه ۱۳ امریکايي سرتېري هم وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.
