د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۱۷ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د آمو د ځانګړي راپور په غبرګون کې ویلي چې د دې وزارت چارواکي د اداري فساد په تور نه دي نیول شوي.

خو دې وزارت په دوام کې منلې چې د شفافیت د لوړولو لپاره ښايي ځینې کارکوونکي په لنډمهاله توګه وڅېړل شي او دندې یې محدودې شي.
په دې منځ کې، آمو ته ځینې سرچینې وايی چې له نیول شویو چارواکو درې تنه د ضمانت په بدل کې خوشې شوي دي.

دا راپور د آمو د ځانګړو او څېړنیزو راپورونو په دوام جوړ شوی دی.