د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

درې باوري سرچینو آمو ته تأیید کړې، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پنځه چارواکي د اداري فساد او د درملتونونو او عمده‌پلورنځیو د جوازونو د صادرولو په بهیر کې د رشوت اخیستلو په تور، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، په دغو کسانو کې د اسنادو او اړیکو رئیس، د وزیر د دفتر رئیس، د اسنادو او اړیکو د دفتر آمر، د اسنادو او اړیکو د څانګې سکرټء او د عامې روغتیا وزارت د عرایضو مدیر شامل دي.

سرچینې همداراز وایي، چې دغه کسان د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر نور جلال جلالي له نږدې کسانو و او وزیر د یوې مودې لپاره د هغوی د نیولو مخه نیولې وه، خو د طالبانو د استخباراتو د «۰۸» ریاست د رئیس له خبرداري وروسته، په پای کې ونیول شول.

څېړونکي وایي چې دا قضیه د طالبانو په لیکو کې د خپل منځي اختلافاتو او فساد کچه ښکاره کوي.