روغتیا سیاست

ځانګړی راپور: د طالبانو دعامې روغتیا د وزیر پر دفتر د استخباراتو چاپه

انځور له آرشیف.

درېیو باوري سرچینو «آمو» ته تایید کړې چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د عامې روغتیا وزارت د اسنادو او اړیکو د رییس نورالله درویش په ګډون، د دغه وزارت د وزیر پنځه نږدې کسان نیول شوي دي. د سرچینو په وینا، دا کسان په اداري فساد تورن دي.

په نیول شویو کسانو کې د وزیر د دفتر رییس، د اسنادو او اړیکو د ریاست د دفتر آمر، د اسنادو او اړیکو سکرتر او د عامې روغتیا وزارت د غوښتنلیکونو مدیر شامل دي.

سرچینې وایي چې دا کسان د استخباراتو د «۰۸» ریاست له خوا نیول شوي، چې د تېر نظام د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست ځایناستی دی. دا کسان تر یوې اوونۍ بند وروسته د استخباراتو «۴۰» ریاست ته سپارل شوي دي.

که څه هم د اخلاقي فساد په اړه جزییات نشته، خو استخباراتو دا کسان تورن کړي چې د درملتونونو او د درملو د عمده پلورنځیو د فعالیت جوازونو په بدل کې یې رشوت اخیستی.

د سرچینو پر بنسټ، دوی له هر درملتون څخه ۵۰۰۰ امریکايي ډالر او له عمده پلورنځیو څخه ۳۵۰۰ ډالر رشوت غوښته.

ویل کېږي دا کسان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ته ډېر نږدې دي.

سرچینې زیاتوي چې جلالي تر یوې اوونۍ پورې د هغوی د نیول کېدو مخه نیولې وه، خو وروسته د استخباراتو د «۰۸» ریاست رییس مولوي عماد خبرداری ورکړی و چې که د دې کسانو د نیولو مخه ونیول شي، نو خپله وزیر به هم ونیول شي.

سرچینې وایي چې د دې نیونو یوه برخه د هبت‌الله اخندزاده او سراج‌الدین حقاني ته د نږدې کړیو ترمنځ اختلافاتو پورې تړاو لري. نور جلال جلالي حقاني شبکې ته نږدې دی، خو استخبارات بیا د ملا هبت‌الله د نږدې کسانو په لاس کې دي.

نور جلال جلالي په ۱۹۶۹ کال کې په کنړ کې زېږېدلی او مذهبي زده کړې یې کړې دي. هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د پکتیکا والي و.

له ۲۰۰۱ کال وروسته هم د طالبانو په نظامي کمېسیونونو کې غړی او په ننګرهار او پکتیا کې د هغوی نومول شوی والي پاتې شوی.

جلالي په ۲۰۰۳ کال کې د امریکایانو له خوا ونیول شو او تر ۲۰۰۸ پورې په بګرام کې بندي و.

نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي پلاوي غړی و او له بیا واکمنېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال وټاکل شو.

هغه له ۲۰۲۴ راهیسې د عامې روغتیا وزیر دی. تر ده وړاندې قلندر عباد وزیر و چې د نامعلومو لاملونو له امله لرې کړل شو.

د عامې روغتیا وزارت هم د جمهوریت او هم د طالبانو په دوره کې تر ټولو ډېرې نړیوالې مرستې ترلاسه کړې دي.

روغتیايي سکټور د نړیوالو بنسټونو لکه WHO، یونیسف او نړیوال بانک تر ملاتړ لاندې دی.

 د شته ارقامو له مخې، له ۲۰۲۱ څخه د ۲۰۲۶ کال تر لومړیو پورې، د افغانستان روغتیايي برخې ته شاوخوا ۷۹۴ میلیونه ډالر بشري مرستې ورکړل شوې دي، په داسې حال کې چې د ۱.۷ میلیارده ډالرو اړتیا اټکل شوې ده.

جلا له دې، نړیوال بانک د «روغتیايي بېړني غبرګون» په چوکاټ کې ۸۴۱ میلیونه ډالر د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره ځانګړي کړي وو.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د طالبانو خپل منځي اختلافات او فساد کولی شي د مرسته کوونکو بنسټونو باور زیانمن کړي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ کړي.