کډوالي

ملګري ملتونه: ایران په درېیو میاشتو کې ۱۲۰،۰۰۰ افغان کډوال ایستلي دي

انځور ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري(یو این ایچ سي آر) وايي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ۱۲۰،۰۰۰ څخه ډېر افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي. د دغه بنسټ په وینا، دا شمېره د هغو کسانو ۷۹ سلنه جوړوي چې په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا راپور چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د هغوی د شریکانو لخوا خپور شوی، ښيي چې د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په ټولیزه توګه ۱۵۲ زره او ۱۰۰ تنه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې ۷۹ سلنه یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

دا بهیر په ۲۰۲۵ کال کې د راستنېدونکو د شمېر له بې‌ساري زیاتوالي وروسته رامنځته کېږي.

تېر کال له ۱.۹ میلیونو څخه زیات کسان، چې ډېری یې په جبري ډول وو، د ایراني چارواکو لخوا د کډوالو د وضعیت قانوني کولو یا د هېواد پرېښودو لپاره د نویو مقرراتو له پلي کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شول.

سره له دې چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د ایستلو کچه شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې، خو راپور وایي چې د راستنېدونکو کچه لا هم لوړه ده او په افغانستان کې یې پر استوګنې، لومړنیو خدماتو او معیشت باندې دروند فشار راوړی دی.

د دغه راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي زیانمنې ډلې دي. شاوخوا ۵۲ سلنه یې ښځې او ماشومان او ۵۸ سلنه یې کورنۍ جوړوي.

د مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۷۹ سلنه ښځې او ماشومان وو او ۴۳ سلنه کورنۍ د ښځو لخوا اداره کېږي؛ هغه موضوع چې بشري ننګونې په ګوته کوي.

همدارنګه، ډېری دا کسان ټیټه زده کړه او مهارت لري؛ شاوخوا ۶۷ سلنه د کورنیو سرپرستان هیڅ رسمي زده کړې نه لري او تر نیمایي ډېر یې مشخص کاري مهارت نه لري.

ډېری دا کسان له دوو اصلي لارو افغانستان ته داخل شوي دي: د هرات ولایت د اسلام کلا او د نیمروز ولایت د زرنج له لارې.

د معلوماتو پر بنسټ، ډېری راستنېدونکي هرات، کابل او فراه ولایتونو ته تللي، چې یوازې هرات په یوازې ځان ۲۲ سلنه د راستنېدونکو ځای دی.

ترسره شوې مرکې ښيي چې ایستل کېدل او د نیول کېدو وېره د راستنېدو تر ټولو مهم لاملونه وو.

د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې ۵۴ سلنه ځواب ویونکو د نیول کېدو یا ایستل کېدو وېره د راستنېدو لامل بللی، په داسې حال کې چې ۶۲ سلنه اقتصادي ستونزو او ۶۷ سلنه ناامنۍ او نښتو ته اشاره کړې ده.

راپور همدارنګه په سیمه کې پراخې بې‌ثباتۍ ته اشاره کوي، چې له امله یې په ایران کې دننه هم میلیونونه کسان بې‌ځایه شوي دي.

مرستندویه بنسټونو په سرحدي سیمو کې خپلې مرستې زیاتې کړي او نغدي مرستې، خوراکي توکي او بېړني وسایل یې ویشلي دي.

له دې سره سره، بشري اړتیاوې لا هم په زیاتېدو دي. یو ګډ پلان چې د مارچ په وروستیو کې پیل شوی، په یوه درې میاشتنۍ موده کې د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو په ګډون د ۲.۸ میلیونه زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ۸۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

راپور خبرداری ورکوي چې د سرچینو محدودیت او دوامداره بې‌ثباتۍ ته په کتو، پراخه راستنېدنه کولای شي اقتصادي ستونزې زیاتې کړي او د لا ډېرې بې‌ځایه کېدنې خطر رامنځته کړي.