په ننګرهار ولایت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله بزګرانو او مالدارانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي چارواکو په وینا، په اوو ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیز فصلونه او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بهسودو، بټي کوټ، مومنددرې، چپرهار، ګوشتې، کوټ او روداتو ولسوالیو کې سېلابونو د غنمو، هندوانو او سبو شاوخوا ۵۳۴ جریبه کرنیز فصلونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
دغه راز په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه مهم کانال د ویجاړېدو له امله ۴۰۰ جریبه نوره ځمکه هم د اوبو د نشتوالي له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.
په حصارک ولسوالۍ کې هم سېلابونو لس سربندونه او نږدې یو کیلومتر ویالې تخریب کړې دي، چې د سیمې د اوبو لګولو سیستم یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
راپورونه ښيي چې په بېلابېلو سیمو کې لسګونه څاروي د سېلابونو له امله تلف شوي دي. همدارنګه د کورونو د چتونو د نړېدو له امله ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي، چې اوسمهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ننګرهار کې د طالبانو د مرستیال والي په مشرۍ په یوه بېړنۍ ناسته کې پر ټولو اړوندو ادارو او مرستندویه ټولنو غږ شوی چې زیانمنو شویو کورنیو ته دې په خورا چټکۍ سره لازمې بشري مرستې ورسوي.
د سیمې بزګران وايي چې دا سېلابونه د دوی د کلونو خواري له منځه وړې او که اداره ورسره مرسته ونه کړي، له سخت اقتصادي ناورین سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو نهو ورځو سېلابونو په اړه د طالبانو شمېرې ښيي چې د دغو سېلابونو د تلفاتو شمېر اوس ۵۱ مړو او ۸۹ ټپیانو ته رسېدلی دی.
