ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د افغان کډوالو یوه بادي کښتۍ د ترکیې د “بودروم” سیمې په اوبو کې ډوبه شوې چې له امله یې یو انساني ناورین رامنځته شوی دی.
د تایید شویو معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۰ نور کسان د نجات ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.
په قربانیانو کې لږترلږه یو ماشوم هم شامل دی. د ښځو او ماشومانو کره شمېره تر اوسه په رسمي ډول نه ده ښودل شوې.
د موغلا والي، ادریس اکبیک ویلي چې د کښتۍ ټول سپرلۍ د افغانستان وګړي وو او د هوا او سمندر د ناوړه شرایطو له امله کښتۍ اوښتې ده.
د هغه په وینا، د هوا او سمندر له لارې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او ټپیان تر درملنې لاندې دي.
په همدې حال کې د روښانه نسل د مرستې او پیوستون نړیوالې ټولنې ویلي، دا کډوال ډېری هغه کسان وو چې په ترکیه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو او افغانستان ته د خوندي ستنېدو د امکان نشتوالي له امله، د غیرقانوني او خطرناکو لارو انتخابولو ته اړ شوي وو.
دغې ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو کړکېچن وضعیت ته پاملرنه وکړي.
