مشال راډیو چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې یې د افغانستان، په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د سویلي او قبایلي سیمو لپاره نشرات کول، اعلان کړی چې د «سختو مالي شرایطو» له امله یې خپل فعالیت پای ته رسولی دی.
د دغې راډیويي شبکې په اعلامیه کې راغلي چې د روان میلادي کال د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه خپلې ټولې راډیويي خپرونې، په وېبپاڼه، ټولنیزو رسنیو او وټسپ کې د منځپانګې خپرول بندوي.
مشال راډیو د ازادۍ راډیو یا « ازاده اروپا» د پښتو برخې په توګه فعالیت کاوه چې مرکزي دفتر یې د چک جمهوریت په پراګ کې دی.
د دغې شبکې د چلوونکو په وینا، دا یو خپلواک خبري سازمان و چې د امریکا د کانګرس لخوا د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې له لارې تمویل کېده.
دا راډیو په داسې حال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته رسوي چې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر کورنیو رسنیو سخت سانسور لګول شوی او طالبانو تر اوسه لسګونه خبریالان د دوی د پالیسۍ خلاف منځپانګې خپرولو له امله نیولي او زنداني کړي دي.
د رسنیو ځینې کارپوهان او خبریالان وايي چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر هر وخت ډېر خپلواکو رسنیو ته اړتیا لري او د رسنیو د نشراتي محدودې دا ډول کمېدل، د حقایقو په وړاندې د هېواد د اوسېدونکو د لاسرسي په لاره کې د طالبانو د محدودیتونو ترڅنګ یو بل خنډ دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې وروستیو کې د “کب ۲۷مې، د خبریال ملي ورځې” په مناسبت په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې، په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ د نقض او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږترلږه ۲۰۷ پېښې ثبت شوې دي.
دغه بنسټ ویلي چې په دې پېښو کې دوه وژل شوي او یو ټپي، د ۲۱ خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیول کېدو په ګډون ۱۸۳ د ګواښ پېښې شاملې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې طالبانو پر رسنیو کنټرول سخت کړی او د “ځپلو او سانسور” بهیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د ګواښ یوه بله لویه برخه په ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو د بندیز پراخېدل دي.
د راپور پر بنسټ، په ۱۴۰۳ کال کې په اوو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو او له طالب چارواکو سره پر ویډیويي مرکو بندیز لګول شوی و، چې په ۱۴۰۴ کال کې دا شمېر ۱۸ نورو ولایتونو ته هم وغځېد.
د دغه راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې لږترلږه د ۲۱ سیمهییزو ټلوېزیونونو نشرات د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د بندیز له امله ودرول شول او یا په راډیوګانو بدل شول.
سربېره پر دې، په دې موده کې اته رسنۍ او د خبریالانو بنسټونه د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ د نه مراعتولو په تور د فعالیت درولو ته اړ شوي او لږترلږه د ۱۰ رسنیزو او خبري بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض پېښې تر ۲۰ سلنې ډېرې زیاتې شوې دي.
په ۱۴۰۳ کال کې د ۱۲۲ ګواښونو او د ۵۰ خبریالانو د نیولو په ګډون ۱۷۲ پېښې ثبت شوې وې.
